هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.
نو په ټوله دُنيا کښې هر يو قوم سره به هم داسې کيږى. صرف لږ خلق به پاتې شى داسې لکه چې د زيتُونو راټولولو نه پس هم لږ پاتې وى او يا د انګورو د راشوکولو نه پس هم په باغ کښې يو څو دانې پاتې وى.
منسى به په اِفرائيم او اِفرائيم به په منسى حمله وکړى، بيا به هغوئ يو ځائ په يهوداه حمله وکړى. خو د مالِک خُدائ غصه لا سړه نۀ ده، او هغۀ د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت نيولے دے.