او اوس مالِک خُدائ فرمائى، ”پوره په درې کاله کښې به د موآب لوئ مال دولت ختم شى. او د دې د ډېرو خلقو نه به صرف يو څو ژوندى پاتې شى، او هغوئ به ډېر کمزورى وى.“
ولې چې د شام مشر دمشق دے او د دمشق مشر صرف رضين دے. او ترڅو چې د اِسرائيلو خبره ده، نو هغه به په پينځو شپېتو کالو کښې ټوټې ټوټې او په مکمل طور تباه شى.
او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.
کوم خلق چې د سامريه په شرمېدلو بُتانو قسم خورى، او يا وائى چې اے دان، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، او يا وائى چې اے بيرسبع، زمونږ دې ستا په خُدائ قسم وى، نو داسې خلق به راوغورزيږى او بيا به د پاڅېدو جوګه نۀ وى.“