د هغۀ ساه لکه د سېلاب په شان ده چې هر څۀ تر مرۍ مرۍ ډوبوى. هغه به مغروره قومونه د تباهۍ دپاره چاڼ کړى. هغه به دوئ قابو کړى او د بربادۍ په طرف به يې يوسى.
دا به مالِک خُدائ وى چې په دې ځناورو باندې مُلک تقسيم کړى او هر يو له خپله برخه ورکړى. هغوئ به نسل په نسل په هغه مُلک کښې اوسيږى او د تل دپاره به د هغوئ شى.
په هغه ورځو کښې بنى اِسرائيل مالِک خُدائ ته مقدس خلق وُو او د هغۀ د فصل وړومبۍ مېوه وه. او چا به چې هغوئ ته نقصان رسولو نو هغوئ به ما مجرمان ګرځول او په هغوئ به مې مصيبتونه نازلول، ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“
خو زۀ به د عِيسو نه هر څۀ جارُو کړم او د هغۀ پټ ځايونه به ښکاره کړم، نو هغه به يو ځائ هم خپل ځان پټولے نۀ شى. د هغۀ ماشومان، خپلوان، او ګاونډيان به تباه کړے شى، او هغه به نور په دُنيا کښې ژوندى پاتې نۀ شى.
هغوئ ته به ضرورت نۀ وى د پټو نه د خشاک راټولولو او نۀ به ورته د ځنګل د کټ کولو، ځکه چې هغوئ به وسلې د خشاک په طور استعمال کړى. او هغوئ به هغه لوټ کړى چا چې دوئ لوټ کړى وُو او هغوئ به تالا کړى چا چې دوئ تالا کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“