11 خو چې کله تاسو کَرلى وى نو کۀ هم په هغه سحر دا غوټۍ او ګلونه هم شى، نو هيڅ پېداوار به يې نۀ وى. تشه بيمارى او لاعلاجه درد به درته ملاويږى.
چې څومره ما ته پته ده، چې چا دا بېاِنصافى کړې ده چې چا مصيبت کَرلے دے، نو هغۀ مصيبت رېبلے دے.
په سحر کښې راټوکيږى او تازه وى، په ماښام کښې مړاوى شى او اوچ شى.
اِسرائيل به د يو داسې پټى په شان وى چې غله ترې نه رېبلے شوې او راغونډه کړے شوې وى، دا به داسې وى لکه چې د رفائيم په وادۍ کښې يو پټے شاړ پروت وى او چې د دې نه هر څۀ وړلے شوى وى.
پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“
هغوئ د هوا تخم کَرى، او د طوفان فصل به رېبى. د غلې فصل ولاړ دے خو وَږى په کښې نۀ ښکارى نو د خوراک مِلاوېدو په کښې څۀ امکان نشته. خو کۀ څۀ غله په کښې وى هم، نو د پردى مُلک خلق به يې وخورى.
بنى اِسرائيل وهلے شوى دى، د هغوئ جرړې اوچې شوې دى او هيڅ مېوه به نۀ نيسى. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به د هغوئ ګران اولاد ووژنم.“
تخم د زمکې لاندې اوچ شو. د غلې ګودامونه خالى او وران ويجاړ پراتۀ دى، خمبې تشې او ماتې شوې ځکه چې تخم اوچ شوے دے.
ستاسو ټول محنت به تاسو له هيڅ فائده درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو زمکه به فصلونه نۀ کوى او ستاسو ونې به مېوه نۀ نيسى.
بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.
تاسو به د انګورو باغونه وکَرئ او د هغې ساتنه به وکړئ، خو تاسو به نۀ د هغې نه انګور راغونډ کړئ او نۀ به يې مے وڅښئ، ځکه چې چينجى به انګور وخورى.