Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 16:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 خو اوس زۀ د سبماه د انګورو باغونو دپاره هم هغه شان ژاړم لکه څنګه چې د يعزير دپاره ژاړم. د حسبون او اِلى‌عالى دپاره زما اوښکې توئيږى، ځکه چې د فصل لَو نۀ کيږى چې خلق ورسره خوشحاله شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 16:9
8 Iomraidhean Croise  

تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى.


زۀ به په خپله په مصفاه کښې اوسېږم او کله چې د بابليانو وفد دلته راشى نو زۀ به ستاسو د طرف نه نمائنده يم. خو په دې وخت کښې تاسو انګور، او د ګرمۍ مېوې، او د زيتُونو تېل په چاټو کښې جمع کړئ، او په کومو ښارونو مو چې قبضه کړې ده په هغوئ کښې اوسېږئ.“


نو بيا هغوئ ټول د يهوداه مُلک ته واپس راغلل، په مصفاه کښې جدلياه ته، د هغه ټولو مُلکونو نه کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو. او هغوئ د اوړى ډيرې مېوې او انګور راټول کړل.


هغوئ به ستا په وجه خپل سرونه ګنجى کړى او د ټاټ جامې به واچوى. هغوئ به په تا په پرېشانه زړۀ سره ژړا وکړى.


”اے بنى آدمه، د مِصر په لښکرو باندې وير وکړه او هغه دواړه د نورو تکړه قومونو لوريانو سره لاندې زمکې ته حواله کړه، د هغوئ سره څوک چې قبر ته روان دى.


هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابى‌مَلِک ته يې کنځل وکړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan