Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 16:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د موآب خلق په خپل حال باندې ژاړى، هغوئ په سلګو سلګو د قير‌حراست ښار کشمش يادوى، د هغوئ حالت بدترين دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 16:7
8 Iomraidhean Croise  

او د هغوئ ښارونه يې تباه کول. کله چې هغوئ د آباد پټى نه تېرېدل، نو هر يو اِسرائيلى به يو کاڼے وراچولو چې په کاڼو به پټ شو، هغوئ ټولې چينې هم بندې کړې او ټولې ښې ونې يې راوغورزولې. په آخر کښې صِرف د قير‌حراست شاهى ښار پاتې شو او چې د کومو سړو سره ليندې وې نو هغوئ دا ښار محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.


د شمالى قبيلو د يساکار، زبولون او نفتالى پورې خلق د خرونو، اوښانو، قچرو او غوَيو سره راتلل چې په خوراک، اوړو، اينځرو، کشمشو، ميو او د زيتُونو تېلو باندې بار وُو. هغوئ څاروى او ګډې هم راوستل چې حلالې يې کړى او وې خورى. دا هر څۀ د هغه خوشحالۍ اظهار وو چې په ټول مُلک کښې محسوسېدله.


بيا هغۀ په ټول بنى اِسرائيل کښې هر سړى او ښځې له يوه روټۍ، د غوښې يوه برخه او څۀ کشمش ورکړل.


زړۀ مې لکه د رباب په ساز کښې د موآب د غمه چوى، او زما زړۀ د قير‌حراست دپاره غمژن دے.


کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“


هغوئ به په جواب کښې ووائى چې، د ارنون د سيند په غاړه موآب تباه شو او په شرمونو وشرمېدو، په چغو او سورو په هغۀ ماتم او ژړا وکړئ.


نو په دې وجه زۀ په موآب ماتم کوم، زۀ د ټولو موآبيانو دپاره ژړا کوم، او زۀ د قير‌حراست د خلقو دپاره ژړا کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan