Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 16:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ ژاړى او وائى، ”زمونږ مدد وکړئ، زمونږ دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړئ. د هغوئ د حملې نه مونږ بچ کړئ. اوس چې مونږ راتښتېدلى يُو نو مونږ سره دوکه مۀ کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 16:3
18 Iomraidhean Croise  

او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.


نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“


تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى،


د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.


مالِک خُدائ تعالىٰ، چا چې خپل خلق بنى اِسرائيليان د جلاوطنۍ نه راوستى دى هغه فرمائى چې هغه به نور خلق هم راجمع کړى هغوئ سره څوک چې مخکښې نه راجمع دى.


اوږې خلق په خپل خوراک کښې شريک کړئ، او بې‌کوره غريبانانو له پناه ورکړئ. چا ته چې د جامو حاجت وى نو هغوئ له جامې ورکوئ او د خپلو خپلوانو سره د مدد کولو نه مۀ پټېږئ.


زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“


اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بې‌ګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ.


بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“


”دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، په رښتيا سره اِنصاف کوئ، يو بل سره رحم او مينه کوئ.


کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،


د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بې‌پرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.


د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan