13 دا هغه پېغام وو چې مالِک خُدائ د موآب په حقله مخکښې ورکړے وو.
د موآب خلق هسې خپل ځانونه ستړى کوى او هغوئ په غرونو باندې زيارتونو او خپلو عبادتخانو ته د سوال دپاره ځى، دا به دوئ له هيڅ فائده ورنۀ کړى.
او اوس مالِک خُدائ فرمائى، ”پوره په درې کاله کښې به د موآب لوئ مال دولت ختم شى. او د دې د ډېرو خلقو نه به صرف يو څو ژوندى پاتې شى، او هغوئ به ډېر کمزورى وى.“
مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“