11 زړۀ مې لکه د رباب په ساز کښې د موآب د غمه چوى، او زما زړۀ د قيرحراست دپاره غمژن دے.
زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلتشليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى.
نو په دې وجه زۀ د يرې او درد سره مخ شوے يم، او دا درد داسې دے لکه چې ښځه يې د ماشوم د پېدا کولو په وخت لرى. زۀ چې څۀ اورم نو په ما بد لګى او چې څۀ ګورم نو يرېږم.
اے مالِکه خُدايه، د آسمان نه په مونږ نظر وکړه، چرته چې تۀ د پاکوالى او جلال سره اوسېږې. ستا غېرت او ستا طاقت چرته دے؟ مونږ ستا د رحم او همدردۍ نه محروم پاتې شُو.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”ولې اِسرائيل تر اوسه زما محبوب زوئ نۀ دے څۀ په چا کښې چې زۀ خوشحالېږم؟ کۀ څۀ هم چې زۀ د دۀ خلاف بار بار خبرې کوم، نو بيا هم هغه يادوم. نو په دې وجه زما زړۀ ورپسې زهيريږى، زما په زړۀ کښې د دۀ دپاره ډېر رحم دے.
واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.
نو په دې وجه زۀ په موآب ماتم کوم، زۀ د ټولو موآبيانو دپاره ژړا کوم، او زۀ د قيرحراست د خلقو دپاره ژړا کوم.
نو زما زړۀ د موآب دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى، او دا هم په قيرحراست کښې د هغه خلقو دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى. کوم مال دولت چې هغوئ حاصل کړے وو لاړو.
وګوره، اے مالِکه خُدايه زۀ څومره زورېدلې يم او زما روح خفه دے او زړۀ مې ناسازه دے ځکه چې زۀ ډېره سرکشه وم. بهر په کوڅو کښې تُورې د بچو نه خلاصه کړم او په کور کښې دننه هم مرګ راپسې دے.
اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بېمثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.
نو کۀ په تاسو کښې د مسيح څۀ ډاډګيرنه وى، يا د هغۀ د مينې څۀ تسلى وى، يا په تاسو کښې د روحُ القُدس شراکت وى، او يا څۀ رحم او همدردى وى،