1 د سلع نه د مُلک حکمران ته په کلنګ کښې ګډُورى ورولېږه. دا د صحرا په لاره د صيون لور غرۀ ته ورولېږه.
بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.
امصياه لس زره ادومى فوجيان د مالګې په مېدان کښې ووژل، هغۀ په يو جنګ کښې د سلع ښار قبضه کړو او په دې باندې يې يقتىاېل نوم کېښودو چې تر اوسه پورې يې هم دا نوم دے.
د موآب بادشاه ميسا به ګډې ساتلې او هر کال يې سل زره ګډُورى او د سلو زرو ګډو وړۍ د اِسرائيل بادشاه له په محصُول کښې ورکولې.
تاسو به دا پېسې په احتياط سره خرچ کوئ او غوَيى، ګډان او ګډُورى، غله او مے په بيعه واخلئ او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک د کور په قربانګاه باندې پېش کړئ.
دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى.
صحرا او د دې ښارونه دې د خُدائ پاک ثناء صِفت کوى، د قيدار د کلو خلق دې د هغۀ ثناء صِفت کوى. او څوک چې د سلع په ښار کښې اوسيږى هغوئ دې د غرونو د سرونو نه د خوشحالۍ چغې ووهى.
د مُلک ټول خلق به په دې خاصو هديو کښې حِصه د اِسرائيل د شهزاده د استعمال دپاره ورکړى.
او ترڅو چې تۀ يې، اے د رمې حفاظت کوونکيه، اے د صيون لور مضبوطې قلعې، پخوانے حکومت به تا ته بيا مِلاو شى، او بادشاهت به بيا يروشلم لور ته مِلاو شى.