Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 15:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 نو په دې وجه خلق د خپل ټول مال دولت او سامان سره خاروَلو د وادۍ نه تېريږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 15:7
9 Iomraidhean Croise  

ما د دُنيا قومونو نه دولت داسې اخستے دے لکه چې څوک د جالې نه هګۍ راوچتوى او ما داسې ټول مُلکونه هم را اوچت کړى دى، داسې يو وزر هم نۀ وو چې زۀ يې يرولے وے او نۀ داسې مخُوکه وه چې په ما باندې چغېدلے وے.“


ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“


د موآب د حد ټولو پولو سره د ژړا آوازونه راتمبيږى. دا ژړا د اجلائم او بير ايليم په ښارونو کښې اورېدلے شى.


د جنوبى صحرا د ځناورو په حقله د خُدائ پاک پېغام دا دے، هغه سفيران به په داسې خطرناک مُلک کښې سفر کوى، چرته چې ازمرى اوسيږى او چرته چې تور ماران او نور زهرژن ماران دى. هغوئ د يو داسې قوم دپاره خپل خرونه او اوښان د قيمتى تُحفو نه بار کړى دى څوک چې د دوئ هيڅ مدد نۀ شى کولے.


هغوئ د ازمرو په شان غړمبيږى، د داسې ازمرو په شان غړمبيږى چې ښۀ په ځوانى کښې وى. هغوئ غړمبار سره خپل ښکار راونيسى او يو خوا ته يې وړى او هيڅ څوک هم نۀ وى چې يې ترېنه خلاص کړى.


نو زما زړۀ د موآب دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى، او دا هم په قير‌حراست کښې د هغه خلقو دپاره لکه د شپيلۍ فريادونه کوى. کوم مال دولت چې هغوئ حاصل کړے وو لاړو.


په هغه ورځ د خپلو ونو نه ډېره ښۀ مېوه وشوکوئ، د کجورو څانګې او د پاڼو والا د ونو څانګې او د سيند د غاړې نه د خاروَلو ونې واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په درناوى کښې اختر وکړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan