ما د خرابو حالاتو په حقله يوه رويا يعنې د وېښې خوب ليدلے دے، ما وکتل چې دوکه باز دوکې کوى او تباه کار تباهى کوى. اے د عيلام لښکره، حمله وکړه. اے د مادى لښکره، ښار محاصره کړه. د بابل په وجه چې کوم مصيبت راغلے دے نو خُدائ پاک به هغه ختم کړى.
دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“
زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بېعزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بېعزتى به کوى او لعنت به پرې وائى.
تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.
کوم ظلم چې تا لبنان سره وکړو هغه به تا له شکست درکړى، او کوم ظلم چې تا په ځناورو وکړو هغوئ به تا نه بدل واخلى. تا د انسان وينه تويه کړې ده، تا د زمکې په مخ کلى او ښارونه او په دې کښې ټول مخلوق تباه کړى دى.
او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په دې لوئ ښار چې د کتان او کاسنى جامې به يې اغوستې وې او په سرو زرو او قيمتى کاڼو او ملغلرو به يې خپل ځان سنګار کړے وى.