نو ځکه د يروشلم نه به زما باقى ژوندى پاتې خلق راوځى، او د صيون په غرۀ باندې ژوندى پاتې خلق به خوارۀ شى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به دا هر څۀ کوى.
د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے يروشلمه، په تا سخت طوفان تېر شو او هيچا هم تسلى درنۀ کړے شوه. زۀ به تا د قيمتى کاڼو نه بيا آباد کړم او ستا بنيادونه به د نيلم کاڼو نه بيا جوړ کړم.