بيا يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ وايم هغه رښتيا دى او دا د هغې ثبوت دے. په دې کال او په بل کال به تۀ صِرف هغه غله خورې کومه به چې په خپله شوې وى، خو په درېم کال به تۀ غله کرې او فصلونه به رېبې او د انګورو باغونه به کرې او د هغې انګور به خورې.
هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بېحوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ کۀ آسمان ته سترګې پورته کړى
هغوئ به خپل ګس طرف ته ګاونډيانو باندې حمله وکړى خو بيا به هم اوږې وى، په خپل ښې طرف ګاونډيانو باندې به حمله وکړى خو بيا به يې هم لوږه نۀ ختميږى. په آخر کښې به هغوئ خپل بچى هم وخورى.