هغوئ به په يو ځائ د نمرپرېواتۀ طرف په فلستيانو باندې حمله وکړى او چې د نمرخاتۀ طرف ته کوم خلق اوسيږى نو هغوئ به لوټ کړى. هغوئ به د ادوم او موآب په خلقو باندې فتح حاصله کړى او د عمون خلق به د هغوئ تابعدار شى.
اے د ښار دروازو ژاړئ. اے ښاره ماتم کوه. اے فلستيانو د يرې نه رپېږئ. د شمال طرف نه د لوږى په شان وريځ راروانه ده، دا د داسې فوجيانو لښکر دے چې په صفونو کښې يې يو بُزدل هم نشته.
اے مالِکه خُدايه، تا خپل خلق، د يعقوب اولاد رد کړے دے. ځکه چې هغوئ خپل مُلک د نمرخاتۀ د طرف د جادوګرۍ نه ډک کړے دے. د فلستيانو په شان هغوئ هم فالګرو له ځى او د بل مُلک خلقو سره غاړه غټۍ اوسيږى.
زۀ به د اشدود خلق وژنم او د اسقلون بادشاه به تباه کړم. بيا به زۀ په عقرون حمله وکړم او يو څو فلستيان چې ژوندى پاتې دى به هم مړۀ شى،“ دا د مالِک قادر مطلق خُدائ فرمان دے.
د اسقلون ښار به دا وګورى او وبه يريږى. غزه به د يرې نه په لړزان شى. او عقرون به هم، ځکه چې د هغې اُميد به ختم شى. د غزه بادشاه به مړ شى او اسقلون به شاړ شى.