نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى.
د شمال د خوا نه به يو قوم په دې حمله وکړى او د هغوئ مُلک به تباه کړى او په صحرا به يې بدل کړى. او هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى، انسانان او ځناور به وتښتى.“
نو بيا داسې وايه چې، اے مالِکه خُدايه، تا وفرمائيل چې تاسو به دا ځائ تباه کړئ، نو په دې کښې به نۀ انسان او نۀ ځناور اوسيږى، او دا به د تل دپاره وران ويجاړ پروت وى.
څاروى او رمې او هر قسمه مخلوق به هلته آرام کوى. ګونګى به د دې د ستنو په سر کښې جالې جوړې کړى. د دوئ چغې به د کړکو نه دننه راځى، ملبه به د دې په دُرشلونو کښې وى، خلق به د دې دِيار تيرونه وزغلوى.