16 څوک هم چې تا ووينى نو هغوئ به غور سره تا ته ګورى او سوچ به کوى چې، ولې دا هغه سړے دے چا چې زمکه خوځوله او بادشاهۍ به يې لړزولې؟
”ګورئ، دا هغه زورَور سپاهى دے چا چې د خُدائ په حفاظت يقين نۀ کولو، خو هغۀ په خپل ډېر مال دولت باندې يقين کولو، او نور هم زورَور شولو په شرارت کولو.“
او ټول انسانان به وۀ يريږى. دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى، او د هغۀ په کارونو به فکر کوى.
خو تۀ لاندې د مړو د دُنيا هغه د ټولو نه ژورې کندې ته ويشتلے شوے يې.
ولې دا هم هغه سړے دے چا چې ښارونه تباه کړل او دُنيا يې په بيابان بدله کړه؟ ولې دا هغه سړے دے چې هغۀ هيڅکله هم خپل قېديان نۀ آزادول چې خپلو کورونو ته لاړ شى؟
په ټوله دُنيا کښې د بابل لوئ او زورَور څټک څنګه ټوکړې ټوکړې شو. او وګورئ چې بابل څنګه په نورو قومونو کښې د وحشت مثال وګرځېدو.
د هغوئ قبرونه په ژوره کنده کښې دى او د هغۀ فوجيان د هغۀ د قبر نه چاپېره ښخ دى. هغوئ ټولو چا چې د ژوندو په دُنيا کښې دهشت خورولو هغوئ قتل شول، او په تُوره مړۀ شول.
هغوئ د خپلو نورو جنګيالو په شان په عزت ښخ نۀ شول، څوک چې د خپلو وسلو سره عالمِ ارواح ته ښکته شوى وُو او چې ډالونه يې په لاشونو پراتۀ وُو او تُورې يې د سرونو د لاندې اېښې وې. د هغوئ ګناه د هغوئ دپاسه وه ځکه کله چې هغوئ لا ژوندى وُو نو هغوئ په هر چا دهشت خور کړے وو.
زۀ به په تا ګند دروغورزوم، زۀ به تا سپکه کړم او تا نه به يو تماشه جوړه کړم.
هغوئ بادشاهان سپکوى او حکمرانانو له پېغور ورکوى. هغوئ په ټولو قلعه بند ښارونو پورې خندا کوى، هغوئ به د ښار نه ګېرچاپېره د خاورو ډيرى جوړ کړى او قبضه به يې کړى.
آيا هغه مسلسل خپل جال خالى کوى او قومونه په بېرحمۍ سره تباه کوى؟