12 اے ځلېدونکى ستوريه، اے د سحر زويه. اوس د آسمان نه راپرېوتے يې. په تېره زمانه کښې تا قومونه فتح کول، خو اوس تۀ په خاوره کښې غورزولے شوے يې.
ټول ستورى او د ستورو قبيلې به ځلېدل بس کړى، نمر چې راخېژى نو دا به تور وى او د سپوږمۍ رڼا به ختمه شى.
په آسمان کښې ستورى به فنا شى. آسمان به داسې فنا شى لکه چې طومار راغونډولے شى او ستورى به داسې راوغورزيږى لکه د انګورو د بوټى نه اوچې پاڼې يا د اينځر د ونې نه اوچ اينځر راغورزيږى.
په ټوله دُنيا کښې د بابل لوئ او زورَور څټک څنګه ټوکړې ټوکړې شو. او وګورئ چې بابل څنګه په نورو قومونو کښې د وحشت مثال وګرځېدو.
کۀ بابليان آسمان ته هم وخېژى او هلته يوه مضبوطه قلعه جوړه کړى، نو زۀ به هلته هم دشمنان ورولېږم چې هغوئ چور کړى، مالِک خُدائ فرمائى.“
افسوس، مالِک په خپل قهر د لور صيون نيازبين ښار د شرم سره مخ کړو، هغۀ د اِسرائيل شان و شوکت د آسمان نه زمکې ته راوغورزولو. هغۀ په خپل کور باندې هيڅ رحم ونۀ کړو کله چې هغه په قهر او غضب کښې وو.
نو بيا به هغوئ ستا په حقله د غم په مرثيو کښې داسې وائى، تۀ څنګه تباه شوې، د سمندرونو خلق به ستاسو مُلک قبضه کړى، اے مشهورې ښاريې، يو وخت داسې وو چې تا په سمندر بادشاهى کوله او په ټوله دُنيا مو يره خوره کړې وه.
خو تر دې کۀ تاسو د باز په شان اوچت هم والوځئ، او خپله جاله د ستورو سره جوړه کړئ، نو زۀ به هلته نه هم تاسو لاندې راولم، مالِک خُدائ فرمائى.
هغۀ جواب ورکړو، ”ما دا وليدل چې شېطان لکه د برېښنا په شان د آسمان نه راکوز شو.
نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.
نو بيا خُدائ پاک فرښتې پرې نۀ ښودې کله چې هغوئ ګناه وکړه بلکې هغوئ يې په دوزخ کښې واچولې او په تورو تيارو کندو کښې يې په زنځيرونو وتړلې چې د قيامت د ورځې پورې به هلته وى.
او زۀ به هغۀ له د سبا ستورے ورکړم.
ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې جماعتونو ته دا ګواهى ورکړى چې زۀ د داؤد د څانګې او نسل نه يم او د سبا ځلېدونکے ستورے يم.“
نو بيا درېمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو يو لوئ ستورے له آسمان نه راوغورزېدو چې د مشعل په شان بلېدو او دا د سيندونو او چينو په درېمه حِصه ورپرېوتو.
بيا پينځمې فرښتې خپل بيګل وغږولو او ما يو ستورے وليدو چې د آسمان نه زمکې ته راپرېوتے وو او هغه ستورى ته د عالمِ ارواح چابيانې ورکړے شوې وې.