يشعياه 14:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى. Faic an caibideil |
د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“