9 ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده، د هغۀ د سخت قهر او غصې يوه سخته ورځ راروانه ده. د زمکې نه به بيابان جوړ شى او هر يو ګناهګار به تباه شى.
خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى. د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.
خو بدعمله به د هغه مُلک نه وشړلے شى، او غداران به ترې د بېخ نه وويستلے شى.
ژاړئ او فريادونه کوئ. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، هغه ورځ رانزدې ده چې په هغه ورځ به قادر خُدائ تباهى راولى.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.
دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به بدل واخلى، هغه کال چې د ادوم نه به د بنى اِسرائيلو بدله واخلى.
ځکه چې هغه وخت راغلے دے چې د خپلو خلقو دپاره بدل واخلم. او هغه کال راغلے دے چې هغوئ په بيعه واخلم.
مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغه خلقو ختمېدل رانزدې دى څوک چې خپل ځانونه مقدس کوى او صفا کوى چې مقدسو باغونو ته لاړ شى او د هغې په مينځ کښې د بُتانو پيروى وکړى، د خنزير غوښه، ناولى څيزونه او منږکان وخورى.
د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.
تاسو د دېوال چاؤدونو ته ورنۀ غلئ او نۀ مو د دې مرمت وکړو چې د بنى اِسرائيلو قوم د مالِک خُدائ په ورځ په جنګ کښې قائم پاتې شى.
ځکه هغه ورځ رانزدې ده، د مالِک خُدائ ورځ رانزدې ده، د تورو تيارو ورځ، دا به د قومونو دپاره د قيامت ورځ وى.
افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.
په صيون کښې بيګل وغږوئ، او زما په مقدس غرۀ د جنګ اعلان وکړئ. او د دې مُلک اوسېدونکى دې ټول د يرې نه ولړزيږى، ځکه چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ راتلونکى ده، بلکې نزدې ده.
نمر به تور شى، او سپوږمۍ به لکه د وينو تکه سره شى مخکښې د دې نه چې د مالِک خُدائ د قيامت هغه لويه او هيبتناکه ورځ راورسيږى.
مالِک خُدائ غېرتى او بدل اخستونکے خُدائ پاک دے، مالِک خُدائ بدل اخلى او د قهر نه ډک دے. او مالِک خُدائ د خپلو دشمنانو نه بدل اخلى او خپله غصه د خپلو دشمنانو خلاف جارى ساتى.
څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.
خو هغه به په يو زورَور سېلاب سره د نينوه خاتمه وکړى، هغه به خپل دشمنان د لحد تيارو ته ورسوى.
هغه به د غضب ورځ وى، د غم او مصيبت ورځ به وى، د تباهۍ او بربادۍ ورځ به وى، د تورې تيارې او خړې ورځ به وى او د تکې تورې وريځې ورځ به وى.
ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده چې ستاسو مال به بلکل ستاسو په وړاندې لوټ کړے شى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.
نو په دې وجه به په هغې په يوه ورځ دومره افتونه راشى، يعنې مرګ، ويره او قحط. او په اور به هم وسوزولے شى ځکه چې مالِک خُدائ پاک زورَور دے چې د دې فېصله يې واوروله.