اے د ښار دروازو ژاړئ. اے ښاره ماتم کوه. اے فلستيانو د يرې نه رپېږئ. د شمال طرف نه د لوږى په شان وريځ راروانه ده، دا د داسې فوجيانو لښکر دے چې په صفونو کښې يې يو بُزدل هم نشته.
داسې افت به په تا راشى، چې ستا يو جادو منتر به هم دا منع کولے نۀ شى. تباهى به په تا باندې راشى او هيڅ منښته به دا بندولے نۀ شى. وبا به په تا باندې ناڅاپه راشى، او تۀ به د هغې دپاره تياره نۀ يې.
اے بنى آدمه، وير او ژړا وکړه، ځکه دا زما د خلقو خلاف ده، دا د بنى اِسرائيلو د ټولو شهزادګانو خلاف ده. هغوئ زما خلقو سره يوځائ د تُورې خولې ته وغورزولے شول. نو په دې وجه خپلې سينې ووهئ.