2 په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى.
تا د هغوئ دپاره جنډا اوچته کړه څوک چې تا نه يريږى، چې دا به د حملې خلاف د پناه نښه وى.
دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى.
مالِک خُدائ به د نښې دپاره يوه جنډا راواخلى چې قومونو ته وښائى چې هغه يو ځل بيا د اِسرائيل او د يهوداه خوارۀ وارۀ خلق راغونډوى او د دُنيا د څلورو واړو سرونو نه يې واپس راولى.
مالِک خُدائ به بحرِقُلزم اوچ کړى او هغه به خپل لاس د فرات سيند طرف ته اوچت کړى او يوه ګرمه هوا به راولېږى او د دې نه به اووۀ واړۀ نِهرونه جوړ کړى، چې هغوئ په اوچه زمکه په آسانۍ تېر شى.
څوک چې په زمکه اوسيږى نو هغوئ ټول دا واورئ. هغه نښې ته وګورئ چې د غرونو په سرونو به ښکاره شى. او چې بيګل غږيږى نو غوږ ورته ونيسئ.
په هغه ورځ به مِصريان د ښځو په شان کمزورى وى. چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت کړى نو هغوئ به د يرې نه ولړزيږى.
د يرې د وجې به هغوئ خپله قلعه پرېږدى، او د هغوئ آفسران به د مالِک خُدائ د جنګى جنډې نه ويريږى.“ دا مالِک خُدائ فرمائيلى دى، د چا اور چې په صيون کښې بليږى، او د چا تنور چې په يروشلم ګرميږى.
هغه به يو لرې قوم ته د راغوښتلو دپاره اِشاره وکړى. هغه هغوئ ته شپيلے ووهى چې د دُنيا د لرې سر نه راشى. او هغوئ زر زر او په منډه منډه راشى.
”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.
وګورئ، د شمال د خوا نه فوج راروان دے، يو لوئ قوم او ډېر بادشاهان د دُنيا د آخر نه راپاڅېدلى دى.
د بابل د دېوالونو خلاف جنډا اوچته کړئ، د ښار محافظان مضبوط کړئ، او چوکيداران ودروئ او د پټ ګزار دپاره تيارے وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ به خپله منصوبه او مقصد پوره کړى، هغۀ چې څۀ وفرمائيل نو هم هغه به د بابل د خلقو سره وکړى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ ستا په خلاف يم، اے تباه کوونکيه غره، تۀ چې ټوله زمکه تباه کوې. زۀ به خپل لاس ستا په خلاف دراوږد کړم، چې د اوچت ځائ نه دې رانسکور کړم، او چې درنه يو سوزېدلے او د ايرو غر جوړ کړم.
مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د بابل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“