Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 13:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د هغوئ د سترګو په وړاندې به د هغوئ د بچو نه په وهلو وهلو باندې ساه وويستلے شى او د هغوئ کورونه به لوټ کړے شى او د هغوئ د ښځو سره به په زور زنا وشى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 13:16
9 Iomraidhean Croise  

هغوئ به د خپلو غشو او ليندو سره زلمى ووژنى. هغوئ به په تې رَودُونکو ماشومانو او په نورو ماشومانو هيڅ رحم او ترس نۀ کوى.


د دې سړى زامن ووژنئ، پرېږدئ چې د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناه په وجه مړۀ شى. داسې نۀ وى چې هغوئ بيا په دُنيا باندې فتح حاصله کړى او دُنيا د هغوئ د ښارونو نه ډکه شى.“


خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.


زۀ به په تا ښځې او سړى ذره ذره کوم، زۀ به په تا بوډاګان او ځوانان وژنم، زۀ به په تا ځوانان او پېغلې ذره ذره کوم،


په صيون کښې د ښځو عزت لوټ شوے دے او د يهوداه په ښارونو کښې د پېغلو عزت لوټ شوے دے.


نو ځکه به ستا په خلقو جنګ راشى او ستاسو ټولې قلعې به تباه شى. دا به هم هغه شان وى لکه څنګه چې شلمن بادشاه بيت‌اربيل په جنګ کښې تباه کړو او ميندې يې سره د هغوئ د بچو زمکې له راوويشتلې.


خو اوس هغه ونيولے شوه او جلاوطنه کړے شوه. د هغې بچى د هرې کوڅې په سر کښې ټوکړې ټوکړې شُو. د غلامۍ دپاره د هغې په مشرانو پچه واچولے شوه، او د هغې ټول مشران په زنځيرونو وتړلے شُو.


زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بې‌عزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan