Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 13:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 په هغه ورځ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج خپله غصه څرګندوم نو زۀ به آسمانونه ولړزوم او زمکه به د خپل ځائ نه وخوځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 13:13
27 Iomraidhean Croise  

څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى،


زمکه باندې زلزله راغله ولړزېده، د ټولو غرونو بنيادونه وخوځېدل، زلزله ځکه پرې راغله چې هغه په غصه وو.


ستا قهر په ما باندې راپرېوتے دے، زۀ ستا د يرې نه تباه شوے يم.


چې کله مالِک خُدائ د دُنيا يرولو دپاره پاڅى نو خلق به د غرونو په غارونو کښې پټيږى او په زمکه کښې به په سوړو کښې پټيږى، د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د دهشت او جلال نه وتښتى.


دا پېغام د بابل په حقله دے، چې درياب سره په صحرا کښې دے. لکه څنګه چې په صحرا کښې تاوېدونکے باد چليږى دغه شان به افت د صحرا نه راشى، او يروونکے مُلک به درباندې حمله وکړى.


مالِک خُدائ په سمندر باندې لاس اوچت کړے دے او بادشاهۍ يې لړزولې دى. هغۀ حُکم کړے دے چې ستاسو قلعې دې تباه شى.


ګوره، مالِک خُدائ به زمکه ورانه ويجاړه کړى او هم داسې شاړه به يې پرېږدى. هغه به د زمکې مخ کندې کپرې کړى او د دې خلق به خوارۀ وارۀ کړى.


هر څوک چې د يرې نه تښتېدل غواړى نو هغه به په کنده کښې پرېوځى او هر څوک چې د کندې نه ځان خلاصوى نو په دام کښې به ګېريږى. د آسمان نه به ډېر دروند باران وريږى او د زمکې بنيادونه به ولړزيږى.


زمکه به وچوى، خوځيږى به او زنګيږى به.


په آسمان کښې ستورى به فنا شى. آسمان به داسې فنا شى لکه چې طومار راغونډولے شى او ستورى به داسې راوغورزيږى لکه د انګورو د بوټى نه اوچې پاڼې يا د اينځر د ونې نه اوچ اينځر راغورزيږى.


اے د پېغلې په شان بابله، د خپل تخت نه راکوز شه، او په زمکه په خاورو کښې کښېنه. ځکه چې ستا په تخت د ناستې وخت ختم دے. اے بابله، تۀ به بيا د شهزادګۍ په شان نرم او نازک نۀ يې.


بره آسمان ته وګورئ، او لاندې زمکې ته وګورئ. آسمانونه به د لوګى په شان ورک شى، او زمکه به د زړې چِرړې په شان ورَسته شى، او د دې ټول خلق به د مچانو په شان مړۀ شى. خو زما خلاصون به د همېشه دپاره وى، او زما صداقت به هيڅکله نۀ ختميږى.


د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګوره، زۀ به د بابل او د هغۀ د خلقو خلاف تباه کوونکې هوا راوچته کړم.


ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو.


مالِک خُدائ به د صيون نه وغړمبيږى، او د يروشلم نه به لکه د زمرى وغوريږى، آسمان او زمکه به ولړزيږى. خو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د پناه ځائ او مضبوطه قلعه وى.


او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“


زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.


خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.


بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan