11 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د دُنيا د بدۍ له وجې به زۀ دې له سزا ورکړم، او بدعمله خلقو له به د هغوئ د ګناهونو سزا ورکړم. زۀ به د مغرورانو غرور ختم کړم، او د ظالمانو لوئى به خاورې کړم.
ټولو مغروره خلقو ته وګوره او هغوئ عاجزان کړه، او بدعمله خلق ټک سره ووژنه.
کۀ چرې صادقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږى، نو د بدعمله او ګناهګارانو به څۀ حال وى؟
د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.
هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بېاسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.
د دې سړى زامن ووژنئ، پرېږدئ چې د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناه په وجه مړۀ شى. داسې نۀ وى چې هغوئ بيا په دُنيا باندې فتح حاصله کړى او دُنيا د هغوئ د ښارونو نه ډکه شى.“
مالِک خُدائ د بدعملو طاقت ختم کړے دے او د حکمرانانو اختيار يې مات کړے دے
د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.
د انسان غرور به په عاجزۍ بدل شى او د انسان لوئى به خاورې ايرې شى. بُتان به په مکمله توګه ورک شى او په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپله ما سره خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې چې تاسو ژوندى يئ نو دا بد عمل به درته هيڅکله معاف نۀ شى. ما، مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“
خو دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج منصوبه وه چې هغه به ټول د شان او شوکت والا خلق سپک کړى، او عزتمند کسان به وشرموى.
په هغه وخت به مالِک خُدائ آسمانى طاقتونو له او د زمکې بادشاهانو له به سزا ورکړى.
نو په دې وجه د تکړه قومونو خلق به ستا ثناء صِفت کوى، او د ظالمانو قومونو په ښارونو کښې به ستا نه يره کيږى.
لکه د صحرا د ګرمۍ په شان دى. تا د پردى مُلک خلق غلى کړى دى. تا د ظالمانو خلقو آوازونه داسې خاموش کړى دى، لکه چې وريځې سخته ګرمى يخوى.
وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.
ظالمان به باقى پاتې نۀ شى، مغروره به ختم شى او څوک چې د بدو منصوبه جوړوى هغوئ به قتل کړے شى.
نو سمدستى به ستا دشمنان لکه د دوړې په شان والوځى، په تا باندې حمله کوونکى به داسې وشړلے شى لکه هوا چې بوس زغلى. ولې چې اچانک په يوه لحظه کښې به
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
هر يو کس به سپک کړے شى او څوک چې مغرور وى نو هغوئ ټول به عاجزان کړے شى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ ته به نۀ صرف د خپلو ګناهونو بلکې د پلار نيکۀ د ګناهونو سزا به هم ورته ملاويږى. ځکه چې هغوئ په غرونو کښې خوشبويانې سوزولې دى او زما بېادبې يې کړې ده. نو ځکه به هغوئ له پوره پوره سزا ورکړم.“
مونږ د موآب د کبر په حقله واورېدل، ځکه چې د هغۀ بېحده کبر او سوچ، د هغۀ کبر او غرور او د هغۀ د زړۀ د خود غرضۍ نه خبر يُو.
د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده.
مغروره ته وګوره، هغوئ په خپل ځان يقين ساتى، او د هغوئ ژوند کوږ دے. څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.