5 مالِک خُدائ چې کوم لوئ لوئ کارونه کړى دى نو د هغې په وجه د هغۀ حمدوثناء کوئ. او ټولې دُنيا ته دې د دې خبر ورسيږى.
هغۀ ته سرود ووايئ او د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ ټول عجيبه کارونه وستايئ.
د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.
سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.
بيا موسىٰ او بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته دا حمدوثناء ووئيله، ”زۀ به مالِک خُدائ دپاره حمدوثناء ووايم، ځکه چې هغۀ د جلال نه ډکه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.
نو مريم هغوئ ته دا حمدوثناء ووئيله، ”مالِک خُدائ ته حمدوثناء ووايئ، ځکه چې هغۀ لويه فتح موندلې ده، هغۀ آسونه او په آسونو سوارۀ کسان درياب ته غورزولى دى.“
خو چې کوم لږ کسان ژوندى پاتې وى نو هغوئ به د خوشحالۍ سندرې وائى. څوک چې د نمرپرېواتۀ طرف ته وى هغوئ به د مالِک خُدائ لوئى بيانوى،
اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“
مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.
صحرا او د دې ښارونه دې د خُدائ پاک ثناء صِفت کوى، د قيدار د کلو خلق دې د هغۀ ثناء صِفت کوى. او څوک چې د سلع په ښار کښې اوسيږى هغوئ دې د غرونو د سرونو نه د خوشحالۍ چغې ووهى.
اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.
ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.
زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى، اے د قومونو بادشاه.