7 غواګانې او مېلوګان به په يو ځائ خوراک کوى، او د هغوئ بچى به په يو ځائ په امن سره پراتۀ وى. او زمرے به د غوَيى په شان بوس خورى.
د پيو ماشوم به د مار سوړې سره لوبې کوى او لږ لوئ ماشوم به د زهرژن مار سوړه کښې لاس اچوى.
شرمخان او ګډې به يو ځائ خوراک کوى، زمريان به د څاروو په شان بوس خورى او ماران به خاورې خورى. زما په مقدس غر، صيون باندې به نۀ څۀ غلط کار کيږى او نۀ به چا ته څۀ نقصان رسى. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“