يشعياه 11:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو. Faic an caibideil |
زۀ به د هغوئ په مينځ کښې يوه نښه قائمه کړم. او په هغوئ کښې چې کوم ژوندى پاتې وى نو څۀ به ترې نورو قومونو ته ولېږم. هغوئ به ترسيس، ليبيا او لِديه چې په غشو او ليندو استعمالولو کښې تکړه دى، او توبل او يونان ته ولېږم. او هغه لرې مُلکونو ته به يې ولېږم چې هغوئ زما د شُهرت نه نۀ دى خبر او چې زما جلال يې هم نۀ دے ليدلے. هغوئ به دغه قومونو ته زما د لويئ اعلان وکړى.
ډيرې ورځې وروستو به تا ته حکم وشى چې مسلح شه. په راتلونکى کالونو کښې به تۀ په يو داسې مُلک حمله وکړې کوم چې د جنګ نه په آرام شوے دے، د چا خلق چې د ډېرو مُلکونو نه د بنى اِسرائيلو غرونو ته راغونډ شوى دى، کوم مُلک چې د ډيرې مودې نه وران وو. هغوئ د هغه مُلکونو نه راوستلے شوى دى، او اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى.