7 خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى.
تاسو زما خِلاف د بدو منصوبه جوړه کړه، خو خُدائ پاک دا په نېکۍ بدله کړه، ترڅو چې د ډېرو خلقو ژوند بچ کړى کوم چې نن ژوندى پاتې دى.
هغۀ وئيل چې، ”زما هر يو فوجى مشر بادشاه دے.
د بابل مُلک ته وګورئ. د دې مُلک خلق برباد شوى دى. اسوريانو د هغوئ مُلک د ځنګلى ځناور کور جوړ کړے دے. اسوريانو د محاصرې برجونه جوړ کړل او د هغوئ قلعې يې بربادې کړې. او د ملبې ډېرے يې ترېنه جوړ کړے دے.
او د هغوئ معبودان يې سوزولى دى، خو دا رښتينې خُدايان نۀ وُو او تش د لرګى او کاڼى بُتان وُو چې انسانانو جوړ کړى وُو.
ما هغۀ ته په انعام کښې مِصر ورکړو د هغه کار په بدل کښې کوم چې هغۀ او د هغۀ فوجيانو زما دپاره کړے دے. مالِک خُدائ داسې فرمائى.
کله چې فوج تباه شى نو د جنوب بادشاه کښې به غرور راشى او هغه به په زرګونو خلق مړۀ کړى، خو هغه به د ډېر وخت پورې کامياب نۀ شى.
ستا نه، اے نينوه، څوک راغلو چې د مالِک خُدائ خلاف منصوبې جوړوى، څوک چې بېکاره مشوره ورکوونکى دى.
دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بېدينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.
خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.