Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 10:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 10:6
38 Iomraidhean Croise  

ما هغوئ مېده کړل او هغوئ د خاورې په شان شول، د کوڅې د خاورې په شان ما په هغوئ پښه راښکله.


ستا په خيال ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او تباه کړے مې دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړم او تباه يې کړم.“


او د يهوداه مُلک په وجه به په مِصريانو باندې يره راشى، هر چا ته چې د يهوداه نوم واخستلے شى نو هغه به ويريږى، دا د هغه منصوبې په وجه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خِلاف تياره کړې ده.


په حقيقت کښې مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا وخت راوستے دے. د رويا په وادۍ کښې ګډوډى ده، خلق هيبتناکې منډې وهى او د هغوئ د ژړا چغې غرونو ته رسى.


خلقو دُنيا پليته کړې ده ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک قانون مات کړے دے او هغه لوظ يې مات کړے دے کوم يې چې د همېشه دپاره ورسره کړے وو.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.


يو کم عقل کس د کم عقلتوب خبرې کوى او د بدعملۍ کولو منصوبې جوړوى. هغه د بې‌دينۍ خبرې کوى او د مالِک خُدائ خلاف کُفر غروى. هيڅکله اوږو خلقو له خوراک نۀ ورکوى او تږى د څۀ څښلو نه محرومه ساتى.


په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله چې تاسو د دوکې کار سر ته ورسوئ نو تاسو سره به هم دوکه وشى.


د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“


ما يو سړے د شمال طرف نه راپارولے دے نو هغه راروان دے، هغه زما د نوم درناوے کوى او هغه د نمرخاتۀ طرف نه راروان دے. هغه به په حکمرانانو داسې ګرځى لکه چې په خټو ګرځى داسې لکه چې کُلال په خټه پښې ږدى.


څوک چې تا بيا آبادول غواړى نو هغه زر واپس راروان دے، او چا چې تۀ تباه کړے يې نو هغوئ درنه ځى.


خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”يقيناً چې د جنګيالى نه به قېديان بوتلے شى، او د ظالم کس مالِ غنيمت به ونيولے شى. هر څوک هم چې تا سره جنګ کوى نو زۀ به هغوئ سره جنګ کوم، او هم زۀ به ستا د بچو حِفاظت کوم.


نو ځکه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته سخت په قهر دے او خپل لاس يې اوچت کړے دے چې هغوئ له سزا ورکړى. غرونه به وخوځيږى او چې څوک مړۀ شى نو د هغوئ لاشونه به په کوڅو کښې د ګند په شان پاتې شى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ وى سړه شوې او هغۀ به د سزا دپاره لاس اوچت کړے وى.


هغوئ د ازمرو په شان غړمبيږى، د داسې ازمرو په شان غړمبيږى چې ښۀ په ځوانى کښې وى. هغوئ غړمبار سره خپل ښکار راونيسى او يو خوا ته يې وړى او هيڅ څوک هم نۀ وى چې يې ترېنه خلاص کړى.


نو زۀ به اوس تاسو ته ووايم، چې زۀ به د دې خپل باغ سره څۀ کوم. د دې نه ګېرچاپېره چې کوم باړ دے هغه به ترې نه اخوا کړم، د دې د حِفاظت دېوالونه به راوغورزوم او ځناور به ورپرېږدم چې وې خورى او د پښو لاندې يې کړى.


”ما يواځې انګور نچوړ کړى دى، په قومونو کښې هيڅ څوک هم ما سره نۀ وو. ما په غصه کښې هغوئ نچوړ کړى دى او د قهر نه پرې ګرځېدلے يم. د هغوئ د وينې دارې زما په کپړو پرېوتې دى او زما جامې په وينو سرې شوې دى.


ما په خپله غصه کښې قومونه چخڼى او نشه کړل او د هغوئ وينه مې په زمکه توئ کړه.“


نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.


د هغې نه وړاندې چې ماشوم دومره لوئ شى چې ابو او امى وئيلے شى، نو د دمشق ټول مال دولت او د سامريه ټول مال غنيمت به د اسور بادشاه لوټ کړے وى.“


هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانو‌ايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“


نو مالِک خُدائ به د قوم د ځوانانو نه خوشحاله نۀ وى او هغه به په کونډو او يتيمانانو باندې هم رحم نۀ کوى، ځکه چې ټول خلق د خُدائ نه اوړېدلى دى او بدعمله شوى دى او هغوئ چې څۀ هم وائى هغه بدى وى. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى او هغۀ به د سزا ورکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.


د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


خو د دې هر څۀ باوجود، د هغې بې‌وفا خور يهوداه ما ته په پوره زړۀ سره راونۀ ګرځېدله، خو صرف په ظاهرى شکل سره زما طرف ته راواپس شوه. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ ته حُکم ورکړم او بيا به زۀ هغوئ واپس دې ښار ته راولم. هغوئ به ستاسو خلاف جنګ وکړى او هغوئ به دا ښار قبضه کړى او وبه يې سوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه وران او تباه کړم نو بيا به څوک هم هلته نۀ اوسيږى.“


اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟


ما هغۀ ته په انعام کښې مِصر ورکړو د هغه کار په بدل کښې کوم چې هغۀ او د هغۀ فوجيانو زما دپاره کړے دے. مالِک خُدائ داسې فرمائى.


زۀ به لوټ مار جوړ کړم او خپل لاس به بيا ودان شوو کنډرو پسې او د هغه خلقو خلاف کړم چې د ډېرو قومونو نه راغونډ شوى دى، هغوئ اوس د څاروو او سامانونو نه مالا مال دى، او د دُنيا په مينځ کښې اوسيږى.


د شيبا او د ددان او د ترسيس سوداګر او د دې ټول کليوال به تا ته وائى، ولې تۀ لوټ کولو له راغلے يې څۀ؟ ولې تا خپل لښکر د دې دپاره راغونډ کړے دے چې لوټ مار وکړى، سپين زر او سرۀ زر يوسى، چې څاروى او سامانونه يوسى او ډېر مال لوټ کړى؟


بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.


اے مالِکه خُدايه، آيا تۀ د ازل نه موجود نۀ يې؟ زما پاکه خُدايه، زما مقدس ذاته، مونږ به نۀ مرو. اے مالِکه خُدايه، تا هغوئ منتخب کړل چې حساب وکړى، اے ګټه، تا هغوئ مقرر کړل چې سزا ورکړى.


هغوئ به يو ځائ لکه د طاقتورو خلقو په شان په جنګ کښې دشمنان د کوڅې په خټو کښې د پښو لاندې کړى. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ سره دے، هغوئ به جنګ وکړى او د آسونو سوارۀ به لاندې راوغورزوى.


اے مُنافقانو، يشعياه نبى ستاسو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، کله چې هغۀ وفرمائيل چې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan