Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 10:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 10:32
21 Iomraidhean Croise  

د دې واقعو نه پس، چې په کومو کښې حزقياه بادشاه په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کړے وو، د اسور بادشاه سينحرب په يهوداه حمله وکړه. هغۀ د پَخو دېوالونو ښارونه محاصره کړل او خپل لښکر له يې حُکم ورکړو چې دېوالونه راوغورزوى.


کله چې حزقياه ته پته ولګېده چې سينحرب په يروشلم د حملې کولو اراده لرى،


په عنتوت، نوب، عننياه،


صرف صيون لور باقى پاتې ده، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړۍ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بې‌اسرى وى، او د محاصرې لاندې بې‌اسرى ښار وى.


مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج فرمائى، ”اے په صيون کښې زما خلقو، د اسوريانو نه مۀ يرېږئ، اګر چې هغوئ په تاسو پسې چُوکه او ډنډه راخلى لکه څنګه به چې مخکښې مِصريانو درسره کول.


د مدمينه خلق وتښتېدل او جيبيم خلق د پناه دپاره منډې وهى.


مالِک خُدائ به بحرِقُلزم اوچ کړى او هغه به خپل لاس د فرات سيند طرف ته اوچت کړى او يوه ګرمه هوا به راولېږى او د دې نه به اووۀ واړۀ نِهرونه جوړ کړى، چې هغوئ په اوچه زمکه په آسانۍ تېر شى.


په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى.


د سلع نه د مُلک حکمران ته په کلنګ کښې ګډُورى ورولېږه. دا د صحرا په لاره د صيون لور غرۀ ته ورولېږه.


په هغه ورځ به مِصريان د ښځو په شان کمزورى وى. چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له د سزا ورکولو دپاره لاس اوچت کړى نو هغوئ به د يرې نه ولړزيږى.


په راتلونکى وخت کښې، په کوم غرۀ باندې چې د مالِک خُدائ کور جوړ دے، هغه به د ټولو نه اوچت غر وى، د غرونو په ټولو غونډو باندې به دا د برج په شان اوچت وى. او ټول قومونه به د سېلاب په شان ور روان وى،


خو بيا به زۀ په هغه ښار باندې يو افت راولم، هلته به ژړا او ماتم وى. او ټول يروشلم به داسې شى لکه څنګه چې د هغې د ارى‌ايل نوم معنىٰ ده ”يوه داسې قربان‌ګاه چې په وينو لت پت وى.“


دا د مالِک خُدائ کلام دے چې د هغۀ خلاف يې ووئيلو، صيون لور تا ته سپک ګورى او درپورې خندا کوى، پېغله صيون لور د خندا نه سر خوځوى چې کله تاسو تښتئ.


هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانو‌ايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“


هغوئ په ليندو او نېزو سره سمبال دى، هغوئ ټول ظالمان او بې‌رحمه دى. ټول جنګيالى يې په آسونو سوارۀ او په جنګى صف بندۍ کښې راروان دى او د هغوئ شور لکه د غضبناک سمندر په شان دے او په تا، صيون لورې، د حملې کولو دپاره تيار دى.“


نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.


په يقين سره به زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف راوچت کړم نو د هغوئ غلامان به هغوئ لوټ کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج رالېږلے يم.


داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“


داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د بادشاه د يو کار دپاره دلته راغلے يم، هغۀ ما ته وئيلى دى چې هيچا ته پته ونۀ لګى چې زۀ هغۀ د څۀ دپاره رالېږلے يم. ما خپلو فوجيانو ته وئيلى دى چې په يو بل ځائ کښې زما سره مِلاو شى.


ساؤل دا حُکم هم وکړو چې د اِمامانو د ښار نوب ټول اوسېدونکى دې ووژلے شى، ښځې او سړى، ماشومان او تى رودونکى ماشومان، څاروى، خرۀ او ګډې، هر څۀ ووژلے شول.


دوئيګ ادومے هلته د ساؤل آفسرانو سره ولاړ وو او وې وئيل، ”کله چې داؤد په نوب کښې د اخيطوب زوئ اخيمُلک له تلو نو هغه ما وليدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan