Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 10:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 د دشمن لښکر د عيات ښار قبضه کړے دے. هغوئ د مجرون نه تېر شوى دى. او هغوئ خپل سامانونه په مِکماس کښې پرېښى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 10:28
12 Iomraidhean Croise  

د بنيامين قبيلې خلق په دې ځايونو کښې اوسېدل، جبعه، مِکماس، عياه، بيت‌ايل او د دې نزدې کلو کښې،


هغوئ به د سېلاب په شکل کښې د يهوداه نه تېر شى، اے عمانو‌ايله، اوبۀ به لکه د مرغۍ د وزرو په شان خوَرې وى او ستا ټول مُلک به يې نيولے وى. او خلق به يې تر مرۍ مرۍ پورې پټ کړى وى.“


نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو.


يشوَع څۀ سړى د يريحو نه د دې حُکم سره ولېږل چې د عى ښار جاسوسى وکړى. د عى ښار د بيت‌ايل نمرخاتۀ په طرف او د بيت‌آون سره نزدې وو. نو سړى لاړل او جاسوسى يې وکړه.


نو هغوئ خپل بچى، څاروى او خپل هر څۀ د ځان نه مخکښې کړل او روان شول.


ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيت‌ايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل.


فلستيانو د فوجيانو يوه ډله ولېږله چې د مِکماس د درې حِفاظت وکړى.


فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيت‌آون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.


ساؤل په مجرون کښې د انار د ونې لاندې ناست وو، دا جبعې ته نزدې وه او تقريباً شپږ سوه سړى د هغۀ سره وُو.


په هغه ورځ بنى اِسرائيلو د مِکماس نه تر ايالون پورې فلستيان ووژل او لښکر ډېر سخت ستړے وو،


يو د درې په شمال طرف باندې وو، چې مخ يې مِکماس ته وو او بل په جنوبى طرف باندې وو چې مخ يې جبعې ته وو.


داؤد خوراک د سامان وړُونکى ذمه وار کس سره پرېښودو، د جنګ مېدان ته يې منډه کړه، خپلو وروڼو له ورَغلو او سلام يې ورباندې واچولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan