Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 10:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج به زما په خپله کوړه هغوئ داسې ووهم لکه څنګه مې چې د ميديان خلق د عوريب ګټ سره وهلى وُو. زۀ به اسوريانو له هغه شان سزا ورکړم لکه څنګه مې چې د مِصريانو لښکر په سمندر کښې ډوب کړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 10:26
21 Iomraidhean Croise  

په هغه شپه د اسوريانو خېمو ته د مالِک خُدائ يوه فرښته ننوتله او يو لاک پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. په ورپسې سحر وختى هغوئ ټول هلته مړۀ پراتۀ وُو.


راپاڅه، تۀ راپاڅه او زما دفاع وکړه، زما دپاره وکالت وکړه، زما پاکه خُدايه او زما مالِکه،


د هغوئ مشران د عوريب او زئيب په شان مړۀ کړه، او شهزادګان يې لکه د ضلمنع او د زبيح په شان مړۀ کړه،


خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى.


مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج فرمائى، ”اے په صيون کښې زما خلقو، د اسوريانو نه مۀ يرېږئ، اګر چې هغوئ په تاسو پسې چُوکه او ډنډه راخلى لکه څنګه به چې مخکښې مِصريانو درسره کول.


هلته چې د هغۀ کوم خپل خلق يعنې بنى اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو د هغوئ دپاره به يو لوئ سړک وى چې د اسور نه به ووځى، هغسې لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ دپاره يوه لار جوړه وه کله چې هغوئ د مِصر نه روان شول.


مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى.


کله چې اسوريان د مالِک خُدائ آواز واورى او د هغۀ د سزا پته ورته ولګى نو هغوئ به ويريږى.


کله چې مالِک خُدائ هغوئ بار بار ووهى، نو د هغۀ خلق به هر ځلې د منګى او بينجو ساز ورسره غږوى. خُدائ پاک به پخپله د اسوريانو خِلاف جنګ کوى.


تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى.


تۀ به د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړې او د هغوئ د اوږو نه به دروند بوج واخلې. او د ظالمانو زور به ختم کړې داسې لکه څنګه چې تا د ميديان لښکر تباه کړے وو.


قومونه د قهر نه ډک شوى دى خو اوس ستا د قهر وخت راغلے دے، دا د مړو د عدالت کولو وخت دے. ستا د خادِمانو نبيانو د اجر وخت او ستا د مقدسينو او د هغه ټولو خلقو د لويو نه واخله تر وړو پورې د اجر ورکولو وخت راغلے دے، څوک چې ستا د نوم نه يرېدل. او دا اوس د هغوئ د تباه کېدلو وخت دے چا چې په زمکه کښې تباهى راوستله.“


او د هغۀ د خولې نه يوه تيره تُوره راوځى چې قومونه پرې ووهى، ځکه چې هغه به په هغوئ زورَور حکومت کوى او د ګناهونو د انګورو لنګرۍ به د قادر مطلق خُدائ پاک د قهر او غضب د پښو لاندې نچوړ کړى.


هغوئ د ميديانيانو دوه مشران، عوريب او زئيب ونيول، عوريب يې د عوريب په ګټ باندې ووژلو او زئيب يې د زئيب د انګورو په لنګرۍ کښې ووژلو. هغوئ په ميديانيانو پسې وُو او د عوريب او زئيب سرونه يې جدعون له راوړل، چې هغه اوس د اُردن نمرخاتۀ طرف ته وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan