25 ډېر لږ وخت پس به زۀ تاسو له سزا درکول بند کړم او بيا به زۀ هغوئ ته غصه شم او تباه به يې کړم.
په هغه شپه د اسوريانو خېمو ته د مالِک خُدائ يوه فرښته ننوتله او يو لاک پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. په ورپسې سحر وختى هغوئ ټول هلته مړۀ پراتۀ وُو.
په لږ وخت کښې به فنا شى بدکاران، تاسو به يې لټون کوئ خو پېدا به نۀ شى بدکاران.
کۀ څوک نا اِنصافى کَرى نو مصيبت به وريبى، او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى.
بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے اسوريانو، زۀ اسور د چُوکې په توګه استعمالوم چې هغه خلقو له سزا ورکړم چې زۀ چا ته غصه يم.
ژاړئ او فريادونه کوئ. د مالِک خُدائ د قيامت ورځ رانزدې ده، هغه ورځ رانزدې ده چې په هغه ورځ به قادر خُدائ تباهى راولى.
زما خلقو، خپلو کورونو ته ننوځئ او په ځان پسې دروازې بندې کړئ. د څۀ وخت دپاره ځانونه پټ کړئ چې د خُدائ پاک غصه سړه شى.
د يوې لحظې دپاره ما تاسو پرېښودلئ، خو اوس ډېر لوئ رحم سره به تاسو بيا راجمع کړم.
بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.
مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، لږ وخت پس به زۀ آسمان او دُنيا، سمندر او اوچه زمکه وخوځوم.
ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.