23 نو بېشکه چې مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج به په ټول مُلک باندې تباهى راولى، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى دى.
هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى، ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.
زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.
بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
هغه حکمران به د اووۀ کالو دپاره د ډېرو خلقو سره لوظ وکړى او د دې وخت په نيمه کښې به هغه قربانۍ او نذرانې ختمې کړى. او د مالِک خُدائ د کور په اوچت ځائ به يو داسې ناپاکه بُت کېږدى چې تباهى به راولى. او تر هغې پورې به هلته وى ترڅو چې خُدائ پاک هغه خپل اَنجام ته ورسوى کوم چې ورته هغۀ مقرر کړے دے.“
ځکه چې د مالِک خُدائ به په زمکه عدالت لنډ او آخرى وى.“