19 صرف د شمېر يو څو ونې به پاتې وى چې يو ماشوم يې هم شمېرلے شى.
زۀ به انسانان د خالص سرو زرو نه زيات ناياب کړم، او خلق به د اوفير د سرو زرو نه هم لږ وى.
د قيدار صرف يو څو غشى او لينده چلوونکى سړى به پاتې شى. ما مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائيلى دى.“
اګر کۀ ځنګل تباه شى او ښار مکمل برباد شى.
په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو.
صرف يو څو کسان به د مرګ نه وتښتى او د مِصر نه به يهوداه ته واپس شى. نو بيا ټول هغه کسان چې مِصر ته راغلى دى نو هغوئ ته به دا پته ولګى چې د چا خبره رښتيا ده، زما او کۀ د هغوئ.