يشعياه 10:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 د اسور بادشاه به په خپلو لافو کښې وئيل، ”دا هر څۀ ما په خپل لاس کړى دى، ځکه چې زۀ ډېر هوښيار يم. ما د قومونو په مينځ کښې سرحدونه ختم کړى دى او د هغوئ خزانې مې لوټ کړى دى او د يو تکړه غوَيى په شان مې د هغې بادشاهان تباه کړى دى. Faic an caibideil |
تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.