Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 10:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کله چې زۀ هغه کار ختم کړم چې د صيون غر او د يروشلم سره يې کوم، نو زۀ به د اسور بادشاه له د هغۀ د لافو او ټول غرور په وجه سزا ورکړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 10:12
44 Iomraidhean Croise  

په يروشلم کښې او د صيون په غرۀ باندې به خلق ژوندى پاتې شى، ځکه چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به داسې وکړى.


تۀ خلاصون ورکوې عاجزانو له خو تۀ په خپله کبر نسکوروې مغرورانو له.


تۀ به د هغوئ اولاد د زمکې نه جارُو کړې، تۀ به هغوئ له نسل ورنۀ کړې.


ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.


د دشمنانو تکړه کسان هلته لوټ شول او په ابدى خوب اودۀ شول. يو جنګيالى بيا هم خپل لاسونه اوچتولے نۀ شول.


مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده.


خو د هغوئ سترګې هر وخت د کبر نه ډکې وى، او نورو ته په سپک نظر ګورى.


د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.


په هغه وخت به مالِک خُدائ آسمانى طاقتونو له او د زمکې بادشاهانو له به سزا ورکړى.


ولې مالِک خُدائ اِسرائيل داسې وهلے دے لکه څنګه يې چې د هغۀ دشمنان وهلى دى؟ ولې بنى اِسرائيل داسې قتل شوى دى لکه څنګه چې د هغۀ دشمنان قتل شوى دى؟


نو داسې به د يعقوب ګناه معاف شى، او چې کله د اِسرائيل ګناهونه ختم شى نو په نتيجه کښې به هغوئ د غېرو قومونو قربان‌ګاه د چونې د کاڼى په شان ذرې ذرې کړى او د قربان‌ګاه خوشبودارې مصالحې او د اشيرې د بُت نښې به پاتې نۀ شى.


نو په دې وجه به په راتلونکى وخت کښې يو ځل بيا زما سلوک د دې قوم سره ډېر عجيبه او د حېرانتيا وى. بيا به د هغوئ د هوښيارانو هوښيارتيا ختمه شى او د هغوئ د پوهانو پوهه به غېبه شى.“


په تاسو اسوريانو باندې افسوس، تاسو نور خو برباد کړل خو پخپله هيڅکله برباد نۀ شوئ. په تاسو باندې افسوس چې تاسو نورو سره دوکه وکړه حالانکه تاسو سره دوکه نۀ ده شوې. خو ستاسو نمبر به هم راځى. کله چې تاسو تباهى وکړئ نو تاسو به هم تباه شئ. کله چې تاسو د دوکې کار سر ته ورسوئ نو تاسو سره به هم دوکه وشى.


تا چا پورې خندا وکړه او د چا بې‌عزتى دې وکړه؟ تا د چا خلاف آواز اوچت کړو؟ تا چا ته د غرور په نظر وکتل؟ دا د بنى اِسرائيلو مقدس ذات وو.


ستا د غضب او غرور نه زۀ خبر يم او اوس به زۀ ستا په پوزه کښې پېزوان او ستا په خولۀ کښې قيضه واچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“


هر يو کس به سپک کړے شى او څوک چې مغرور وى نو هغوئ ټول به عاجزان کړے شى.


خو تاسو خلق څوک چې خپل ځانونه بَلو غشو سره وسله بند کړئ، نو هم د خپل اور د شغلو په رڼا کښې لاړ شئ. زما د لاس نه به تاسو ته هم دا اجر ملاويږى، تاسو به سخت درد کښې راپرېوځئ.


مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ ته به نۀ صرف د خپلو ګناهونو بلکې د پلار نيکۀ د ګناهونو سزا به هم ورته ملاويږى. ځکه چې هغوئ په غرونو کښې خوشبويانې سوزولې دى او زما بې‌ادبې يې کړې ده. نو ځکه به هغوئ له پوره پوره سزا ورکړم.“


د اِسرائيل ټول خلق او هغه هر يو کس چې په سامريه کښې اوسيږى، هغوئ ته به پته ولګى چې دا هغۀ کړى دى. خو اوس هغوئ مغروره او خود غرضه دى. هغوئ ووئيل،


ګورئ چې ما د تباهۍ کار په يروشلم کښې شروع کړلو کوم ښار چې زما په نوم ياديږى. نو ولې تاسو به د سزا نه خلاص شئ څۀ؟ تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ، ځکه چې زۀ په ټوله زمکه کښې او د هغوئ په ټولو اوسېدونکو باندې جنګ راولم، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى.


نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به اوس د بابل بادشاه او د هغۀ مُلک له سزا ورکړم لکه څنګه چې ما د اسور بادشاه له ورکړې وه.


ستا کبرژن قوم به تيندک وخورى او راوبه غورزيږى، او هيڅ څوک به تاسو نۀ راوچتوى، زۀ به د هغۀ په ښارونو اور بل کړم او هغه به په خپل شا او خوا کښې ځان سره هر څۀ وسوزوى.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغه دومره اوچته شوې ده، او سر يې بره وريځو سره لګيږى، او هغه خپل لوړوالى ته مغروره شوې وه،


پس د دې نه دې د بل يو مُلک ونه هم په خپله دومره کبر نۀ کوى اګر چې سر يې د وريځو نه اوچت شوے هم وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې دى، ځکه چې هغه ټولې د مرګ خوا ته روانې دى، يعنې د فانى انسانانو سره لاندې قبر ته، د هغوئ سره څوک چې لاندې قبر ته روان دى.


هغه به شاهى خېمې د سمندر او د ښائسته مقدس غرۀ په مينځ کښې ولګوى. بيا هم به د هغۀ خاتمه راشى، او هيڅ څوک به د هغۀ مدد نۀ کوى.


نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.


سمندرى جهازُونه به د قبرص نه راشى، هغوئ به اسور او عِبر فتح کړى، خو په آخر کښې به قبرص هم تباه شى.“


يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ.


ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى.


خو د هغوئ دشمنان ما داسې لافو وهلو ته پرې نۀ ښودل چې هغوئ زما خلقو له شکست ورکړے وے، ځکه چې هغوئ ما په خپله ختم کړى دى.“


ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan