10 ما ډېر حکومتونه قابو کړى دى د چا معبودان چې د يروشلم او سامريه د بُتانو نه بهتر وُو.
هغوئ د يروشلم د خُدائ پاک په حقله هم هغه شان خبرې وکړې چې د نورو خلقو د خُدايانو په حقله يې کولې، د هغه بُتانو چې د انسان لاسونو جوړ کړى وُو.
نو تۀ به خپل ټول دشمنان راګېر کړې، څوک چې درنه نفرت کوى نو هغه هر يو به په خپل ښى لاس راګېر کړې.
ما د دُنيا قومونو نه دولت داسې اخستے دے لکه چې څوک د جالې نه هګۍ راوچتوى او ما داسې ټول مُلکونه هم را اوچت کړى دى، داسې يو وزر هم نۀ وو چې زۀ يې يرولے وے او نۀ داسې مخُوکه وه چې په ما باندې چغېدلے وے.“
او د هغوئ معبودان يې سوزولى دى، خو دا رښتينې خُدايان نۀ وُو او تش د لرګى او کاڼى بُتان وُو چې انسانانو جوړ کړى وُو.