6 د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده.
په بنى اِسرائيلو کښې په ښائست کښې د ابىسلوم په شان مشهور هيڅ څوک هم نۀ وو، د سر نه تر پښو پورې په هغۀ کښې هيڅ عېب هم نۀ وو.
کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى.
کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو بيا هم زما زړۀ بېقراره وو.
سپوږمۍ به د نمر په شان ځليږى او نمر به په اووۀ چنده زيات روښانه شى، دا به داسې وى لکه چې د اوو ورځو رڼا يو ځائ شى. دا به په هغه وخت کښې وشى کله چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو د هغه زخمونو مرهم پټۍ وکړى او هغه زخمونه ورله روغ کړى چې کوم زخمونه هغۀ ورکړى دى.
د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ستاسو زخمونه خطرناک دى، او ستاسو زخمونه لاعلاجه دى.
نو بيا ولې تاسو په خپلو زخمونو او درد ژړا فرياد کوئ، او تاسو وايئ چې د دې خو هيڅ علاج نشته؟ خو دا ما ستاسو د لويو شرارتونو او ډېرو ګناهونو په وجه درسره وکړل.
خو باوجود د دې به هغه وخت راشى چې زۀ به د يروشلم زخمونو ته شفا ورکړم او هغې ته به حقيقى امن او سکون ورکړم.
هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.
لکه څنګه چې د يو کوهى نه تازه اوبۀ راوځى، دغه شان د دې ښار نه تازه تازه فساد او شرارت راوځى. د دې ښار په هرې خوا او ګوټونو او کوڅو کښې د ظلم او زياتى آوازونه اورېدلے کيږى. د دې ښار بيمارى او زخمونه هر وخت زما د سترګو د وړاندې دى.
ستا زخم هيڅ يو څيز هم نۀ روغوى، ستا زخم وژونکے دے. هر څوک چې ستا په حقله ستا په راغورزېدو خبر شى هغه لاسونه پړقوى، ځکه داسې څوک نشته چې ستا د نۀ ختمېدونکى ظلم نه خلاص شوى وى.
خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.
عيسىٰ چې دا واورېدل نو وې فرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى.
هغه ورغلو او د هغۀ زخمونه يې په تېلو او ميو ووينځل او پټۍ يې پرې ولګوله او بيا يې په خپل څاروى سور کړو او يو سرائى ته يې د ځان سره بوتلو او هلته يې د هغۀ خِدمت وکړو.