Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 1:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 1:31
25 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه به زمکه لعنتى شى او نقصان به ورته ورسى، او چې د دې خلقو څۀ بد عمل کړے دے نو د هغې بدله ورته ملاويږى. نو په دې وجه د دُنيا خلق کم شول او ډېر لږ خلق ژوندى پاتې شول.


اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.


زما غصه اوس يخه شوې ده. خو کۀ په دې باغ کښې ازغى او مرکونډۍ وشول نو زۀ به ورسره جنګ وکړم او ټول به وسوزوم.


تاسو اُميد سره يئ خو ستاسو په خېټه کښې اوچه ګياه ده او د پېدايښت په وخت به درنه صرف بوس پېدا کيږى. چې کله تاسو پوکے وهئ نو ستاسو ساه نه به اور جوړ شى او تاسو به ايرې ايرې کړى.


د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بې‌دينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“


مالِک خُدائ به د صيون ښار د ښځې ګندګى ووينځى، هغه به د يروشلم نه د وينې داغونه د عدالت روح سره او د اور روح سره صفا کړى.


هغۀ يو طاقتور لښکر د تباهۍ طرف ته بوتلو، يو داسې لښکر چې جنګى ګاډۍ او آسونه يې لرل. هغوئ پرېوتل او بيا را پا نۀ څېدل، او د ډيوې د لمبې په شان ختم شول.


نو اوس، لکه څنګه چې خسڼى او اوچ واښۀ ټسيږى او په اور کښې ايرې کيږى، نو داسې ستاسو جرړې به ورَستې شى او ستاسو غوټۍ به اوچې شى او هوا به يې يوسى. دا ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د ربُ الافواج شريعت رد کړے دے، او د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات حکم ته مو سپک کتلى دى.


خو تاسو خلق څوک چې خپل ځانونه بَلو غشو سره وسله بند کړئ، نو هم د خپل اور د شغلو په رڼا کښې لاړ شئ. زما د لاس نه به تاسو ته هم دا اجر ملاويږى، تاسو به سخت درد کښې راپرېوځئ.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغه خلقو ختمېدل رانزدې دى څوک چې خپل ځانونه مقدس کوى او صفا کوى چې مقدسو باغونو ته لاړ شى او د هغې په مينځ کښې د بُتانو پيروى وکړى، د خنزير غوښه، ناولى څيزونه او منږکان وخورى.


کله چې هغوئ د ښار نه بهر ځى نو هغوئ به د هغه خلقو لاشونه ووينى چا چې زما خِلاف سرکشى کړې وه. کوم چينجى چې دغه لاشونه خورى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى او کوم اور چې هغوئ سوزوى نو هغه به نۀ مړ کيږى. د هغوئ دا منظر به د ټولو انسانانو دپاره يروونکے وى.“


د مالِک خُدائ ربُ الافواج غصې سره به ټول مُلک وسوزى او په خلقو باندې به يې اور بَل وى او يو کس به په بل هيڅ ترس نۀ کوى.


اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.


لاندې قبر نه به تکړه مشران د مِصر او د هغۀ د اِتحاديانو په حقله وائى، هغوئ لاندې راغلل او هغوئ د ناسنتو سره مړۀ پراتۀ دى، هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.


اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به واچولے شى.


ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“


او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.


او بيا هغوئ له دوکه ورکوونکے اِبليس د اور او ګوګړو درياب ته وغورزولے شو چرته چې بلا او دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے او هلته به په شپه او ورځ تل تر تله عذابولے شى.


کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan