20 خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“
خو کۀ هغوئ دې ته توجو ورنۀ کړى، نو هغوئ به په جهالت کښې هلاک شى او د خاورو د لاندې به شى.
خو کۀ تۀ اِنکار کوې او هغوئ بيا هم تلو ته نۀ پرېږدى،
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
د ښار سړى به په تُوره وژلے شى، ستاسو تکړه سړى او سپاهيان به په جنګ کښې مړۀ شى.
د مالِک خُدائ کِتاب وګورئ او په هغې کښې لټون وکړئ چې څۀ فرمائى. په دې کِتاب کښې د دې ټول مخلوق نومونه موجود وى او يو به هم په کښې بېجوړې نۀ وى. مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې هم دغه شان دې وشى، د هغۀ روح به يې پخپله په يو ځائ باندې راغونډ کړى.
نو د مالِک خُدائ جلال به راڅرګند شى، او ټول بنى آدم به هغه په شريکه وګورى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.“
نو بيا به تاسو د مالِک خُدائ سره په تعلق لرلو خوشحاله شئ. او زۀ به تاسو له لوئ عزت درکړم او په هغه ميراث به مو ماړۀ کړم د کوم لوظ چې ما ستاسو پلار نيکۀ يعقوب سره کړے دے. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“
اوس به زۀ تُوره ستاسو په قِسمت کړم. تاسو ټول به د حلالونکى په وړاندې ټيټ شئ، ځکه چې کله ما آواز درکړو، نو تاسو جواب رانۀ کړو، او چې کله مې درسره کلام کولو، نو تاسو نۀ اورېدو. او زما د سترګو په وړاندې تاسو قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به مو کول د څۀ چې تاسو ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“
”دې خلقو د شيلوخ قلارې روانې اوبۀ رد کړې دى او د رضين بادشاه او فقح بادشاه نه يرېدلى دى.
خو کۀ تاسو زما خبره ونۀ منئ او د سبت ورځ مقدسه ونۀ ساتئ، او لکه د نورو ورځو په شان د سبت په ورځ د سودا پنډونه د يروشلم دروازو ته راؤړئ، نو بيا به زۀ په دې دروازو اور بل کړم. او دا اور به د يروشلم محلونه وسوزوى. او د دې اور لمبې به هيڅوک مړې کولے نۀ شى.“
بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې دې خلقو ته ووايه چې، ”زۀ، مالِک خُدائ ستاسو په وړاندې دوه لارې پېش کوم چې يوه د ژوند او بله د مرګ لاره ده.
هغوئ ته ووايه، مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو ما ته غوږ ونۀ نيسئ او کوم شريعت چې ما تاسو ته پېش کړے دے د هغې پيروى ونۀ کړئ،
دوئ به يروشلم داسې محاصره کړى لکه چې سړى د پټى حفاظت کوى، ځکه چې د دې خلقو د مالِک خُدائ نه سرکشى کړې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائى.
”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى.
زۀ به په تاسو يو جنګ راولم، زما د لوظ د ماتولو سزا به درکړم او کۀ تاسو په خپلو ښارونو کښې د امن دپاره راغونډ شئ، نو زۀ به په تاسو لا علاجه بيمارۍ راولېږم او تاسو به زۀ ستاسو دشمنانو ته حواله کړم نو هغوئ به په تاسو حکومت وکړى.
زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.
هر يو کس به د خپل انګور د بوټى لاندې او د خپلو اينځرو د ونو لاندې کښېنى، او څوک به هم هغوئ ونۀ ويروى. ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى.
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.
خو کۀ تاسو مالِک خُدائ ته غوږ نۀ نيسئ او د هغۀ د حُکمونو نافرمانى کوئ، نو هغه به ستاسو او ستاسو د بادشاه خِلاف شى.
خو کۀ تاسو بيا هم خپله بدعملى کوئ نو تاسو او ستاسو بادشاه به تباه شئ.“
د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ نۀ دروغ وائى او نۀ خپله فېصله بدلوى. هغه د انسان په شان نۀ دے، هغه خپله فېصله نۀ بدلوى.“