2 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے.
هغۀ مالِک خُدائ، د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک رد کړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه.
اے قومونو تاسو ټول دا واورئ، څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ،
هغه به زمکه او پاس آسمانونه ګواهۍ دپاره راوغواړى چې د خپل قوم عدالت وکړى،
مالِک خُدائ فرمائيلى دى، ”اے باغيانو بچو په تاسو افسوس. ځکه چې تاسو په هغه منصوبو باندې کار کوئ چې کومې زما نۀ دى، او زما د مرضۍ خِلاف معاهدې کوئ او تاسو ګناهونو پسې ګناهونه کوئ.
ځکه چې دا قوم سرکش دے او دا همېشه دروغ وائى او د مالِک خُدائ تعليمات منلو ته تيار نۀ دى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما خِلاف سرکشى کړې ده. خو اوس، تاسو ما ته راوګرځئ.
اے د ټولو قومونو خلقو، راشئ. راغونډ شئ او واورئ. په ټوله دُنيا کښې چې څوک هم اوسيږى نو هغه دې دلته راشى او وا دې ورى.
هم تۀ زمونږه پلار يې. اګر کۀ اِبراهيم او يعقوب مونږ خپل نۀ ګڼى، خو بيا هم مالِکه خُدايه، هم تۀ زمونږه پلار يې، د پخوا نه تۀ زمونږ بچ کوونکے يې.
ما ټوله ورځ سرکشه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو. خو هغوئ په خپلو غلطو لارو ځى او ګډو وډو خيالونو پسې ګرځى.
په غور او احتياط سره واورئ او مغروره کېږئ مه. ځکه چې مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.
اے زما وطنه، زما وطنه، زما وطنه. د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسه،
اے بېوفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بېوفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.
کله چې هغوئ واپس راشى نو د پښېمانۍ نه به اوښکې د هغوئ په مخ روانې وى او زۀ به هغوئ په ډېره مينه خپلو کورونو ته واپس بوځم، نو زۀ به هغوئ د روانو اوبو په خوا کښې او په هواره لاره بوځم هسې نه چې چرته تيندک وخورى، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو پلار يم، او اِفرائيم زما مشر زوئ دے.“
اے د دُنيا قومونو غوږ شئ، زۀ په دې خلقو افت راولم، کوم چې د دوئ د خپلو منصوبو مېوه ده، ځکه چې دوئ زما کلام ته توجو ورنۀ کړه او زما شريعت يې رد کړو.
يو مثال دې سرکشه قوم ته ووايه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د پخلى دېګ په اور کېږدئ او اوبۀ په کښې واچوئ.
نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ غرونو غونډو او ګړنګونو، او درو ته داسې فرمائى چې، کندو کپرو، وران او تباه شوو ښارونو ته چې د نورو قومونو د لوټ او د خندا سبب ګرځېدلى دى،
دا کلام واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خلاف فرمائى، اے بنى اِسرائيلو، دا د هغه ټولو قبيلو خلاف دے چې ما د مِصر نه بهر راويستى دى،
د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده.
اے ټولو خلقو تاسو واورئ، اے زمکې او ټولو خلقو چې په دې کښې يئ، غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ پاک دې ستاسو خِلاف د خپل مقدس کور نه ګواهى ورکړى،
خو زۀ په خپله د قدرت نه، د مالِک خُدائ د روح نه، او د اِنصاف او د قوت نه معمور يم، چې يعقوب ته خپل جرمونه، او بنى اِسرائيلو ته خپله ګناه وښايم.
مالِک خُدائ ربُ الافواج اِمامانو ته فرمائى چې، ”يو زوئ د خپل پلار عزت کوى، او نوکر د خپل مالِک. کۀ چرې زۀ پلار يم، نو زما هغه عزت چرته دے؟ کۀ چرې زۀ مالِک يم، نو زما هغه احترام چرته دے؟ اے اِمامانو، خو دا تاسو يئ چې زما د نوم سپکاوے کوئ. خو تاسو تپوس کوئ چې، مونږ څنګه ستا د نوم سپکاوے کړے دے؟
مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.“
او په بيابان کښې يې چې څۀ وکړل. نو تاسو په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ تاسو په حِفاظت سره تر دې ځائ پورې داسې راوستلئ، لکه چې پلار خپل زوئ بوځى.
زۀ نن تاسو له د ژوند او مرګ، د خُدائ پاک د برکت او د خُدائ پاک د لعنت په مينځ کښې فېصله په تاسو پرېږدم او زۀ آسمان او زمکې ته وايم چې د هغې ګواه وى چې تاسو يې خوښوئ. ژوند خوښ کړئ.
اے آسمانونو. ما ته غوږ کېږدئ او زۀ به خبرې وکړم، اے زمکې زما د خولې خبرې واوره.
نن زۀ آسمان او زمکه ستاسو خِلاف ګواهان جوړوم، کۀ تاسو زما نافرمانى وکړئ، نو تاسو به زر د زمکې نه ورک شئ. تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده ژوند ونۀ کړئ کوم چې د اُردن نه پورې دے او تاسو يې قبضه کوئ. تاسو به تباه شئ.