يشعياه 1:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“ Faic an caibideil |
ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.