Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بې‌شمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 1:11
23 Iomraidhean Croise  

تۀ خو د چا نه قربانۍ او نذرانې نۀ غواړې، تا زۀ په دې خبره باندې پوهه کړم، د هيچا نه هم سوزېدونکې يا د ګناه نذرانې نۀ غواړې.


ستاسو د قربانيانو په وجه زۀ تاسو نۀ رټم، او ستاسو مسلسل سوزېدونکې قربانيانې زما په وړاندې دى


چې زۀ يې تا ته وړاندې کړم تۀ قربانى نۀ غواړې، او نۀ په سوزېدونکو قربانو تۀ خوشحالېږې.


مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.


د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.


صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.


هغوئ هره ورځ زما لټون کوى او زما د لارې په پېژندلو خوشحاليږى. داسې لکه چې هغه يو ډېر صادق قوم وى او د خپل خُدائ پاک حُکمونه يې رد کړې نۀ وى. هغوئ زما نه د اِنصاف فېصلې غواړى، او داسې څرګندوى چې خُدائ پاک ته په نزدې راتلو خوشحاليږى.


خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.


نو بيا يې څۀ فائده ده چې دوئ د شيبا نه ما ته عطر راوړى دى، او يا د لرې مُلکونه نه قيمتى خوشبودارې مصالحې راوړى دى. زۀ به ستاسو سوزېدونکې نذرانې نۀ قبلوم. ستاسو په قربانو زۀ نۀ خوشحالېږم.


ربُ الافواج مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى، ”خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ واخلئ او په خپله يې غوښې وخورئ.


زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ.


هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.


خمبيره روټۍ د شکرانې په طور پېش کړئ بيا په اوچت آواز د هغه قربانو اعلان وکړئ کومې چې تاسو په خپله خوښه کوئ. ځکه چې داسې کارونه کول تاسو بنى اِسرائيل ډېر خوښوئ،“ دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


”زۀ ستاسو اخترونو نه سخت نفرت کوم او ستاسو مذهبى محفلونه ما ته هيڅ خوشحالى نۀ راکوى.


اګر کۀ تاسو ما ته سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې راوړئ، نو زۀ به دا قبولې نۀ کړم. اګر کۀ تاسو ما ته د څورب ځناورو د خپلې خوښې نذرانې پېش کړئ زۀ به دې ته هيڅ نظر ونۀ کړم.


آيا مالِک خُدائ به په زرګونو ګډانو، او د زيتُونو د تېلو په زرګونو نِهرونو خوشحاله شى؟ آيا زۀ خپل وړومبے پېدا شوے ماشوم د خپلو ګناهونو دپاره پېش کړم، او د خپل بدن مېوه د خپل روح د ګناهونو دپاره؟“


بيا حجى وفرمائيل، ”زما په نظر کښې د دې خلقو او د دې قوم هم دا حال دے. مالِک خُدائ فرمائى چې، دوئ چې څۀ کوى او څۀ قربانى کوى هغه ناپاک دى.


”د دې مُلک د ټولو خلقو نه او اِمامانو نه پوښتنه وکړه، کله چې تاسو روژه نيوله او ماتم مو په پينځمه او اوومه مياشت کښې د تېرو اويا کالو راسې کولو، آيا دا روژې په حقيقت تاسو زما دپاره نيولې؟


”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.


هغۀ بيا نور نوکران ورپسې ولېږل او ورته يې ووئيل چې رابللے شوو خلقو ته دا ووايئ چې دا روټۍ ما ستاسو دپاره کړې ده. ما خپل غوَيان او څاربۀ څاروى ستاسو دپاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، د وادۀ روټۍ له راشئ.


لاړ شئ او د دې صحيفو په معنىٰ ځان پوهه کړئ چې، ”زۀ رحم غواړم، نه چې قربانى.“ زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو ته.“


سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بې‌شکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan