خو ما د يروشلم په پېغمبرانو کښې د دې نه زيات خراب کار وليدلو، هغوئ زنا کوى او بېايمانى کوى، او د بدعملو خلقو حوصله افزائى کوى، نو بيا يو هم د خپلو بد عملونو نه نۀ منع کيږى. هغوئ ټول زما دپاره د سدوم د خلقو په شان خراب دى، او د يروشلم خلق ما ته د عموره د خلقو په شان بد دى.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ولې تاسو ګنې ما ته د ايتهوپيا د خلقو نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل، خو ما فلستيان هم د کريتې نه او آراميان مې د قير نه هم راوويستل.