هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.
ما ښار ته ووئيل، يقيناً به تۀ زما نه وويرېږې او زما تربيت به قبول کړې. بيا به د هغۀ د اوسېدو ځائ تباه نۀ شى، لکه څنګه چې زما د هغۀ خلاف منصوبه وه. خو د هغوئ اوس هم دا شوق دے چې هغه ټولې بدعملۍ چې کومې يې مخکښې کولې وکړى.“
خو نېک يې ووئيل، ”مونږ به په يو داسې ښار کښې نۀ پاتې کيږُو چې د هغه ځائ خلق بنى اِسرائيل نۀ وى. مونږ به تېر شُو او لږ مخکښې به لاړ شُو او په جبعه يا راما کښې به شپه تېره کړُو.“