Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 9:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 خو اوس به ستاسو د خوراک دپاره غله کافى نۀ وى او نۀ به درسره دومره انګور وى چې مے ترېنه وباسئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 9:2
12 Iomraidhean Croise  

چې کله دوئ د اُردن پورې غاړه هغه درمند ته راغلل چې په اتد کښې دے، نو دوئ هلته تر ډېره وخته پورې وير وکړو او يوسف تر اووۀ ورځو پورې د غم ژړا وکړه.


زۀ به د هغې ټول اخترونه ختم کړم، زۀ به د هغې مياشتنۍ او د کال او د سبت د ورځې خوشحالۍ ختمې کړم او د هغې نور ټول اخترونه به ختم کړم.


زۀ به د هغې د انګورو بوټى او د اينځرو ونې تباه کړم، هغې به وئيل چې دا هغه ګټه ده چې ما له خپلو عاشقانو راکړې ده. زۀ به د هغې باغونه په ځنګل بدل کړم او ځنګلى ځناور به د دې مېوه خورى.


نو په دې وجه د لَو په وخت کښې به زۀ د هغې نه خپل د فصل او د انګورو د ميو نعمتونه واپس واخلم او کومه وړۍ او لټه چې ما ورکړې وه چې بربنډه نۀ شى هغه به ترې واخلم.


تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.


تاسو د ډېرو په طمع وئ، خو وګورئ، دا لږ وختل. تاسو چې کور ته څۀ راوړل، هغه ما په هوا کښې والوځول. ولې؟ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زما د کور په وجه چې ګډ‌وډ پروت دے، او تاسو ټول په خپلو کورونو جوړولو کښې مصروف يئ.


کله چې تاسو د غلې د شلو بورو په اُميد راغلى وئ، نو هلته صرف لس بورۍ وې. کۀ څوک د ميو چاټۍ ته راغلو چې سل ليټره ترې راوباسى، او هلته صرف پنځوس ليټره وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan