Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هوسيع 9:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا نه د دې خلقو دپاره څۀ سوال وکړم؟ د هغوئ ښځې شنډې کړه. او د هغوئ په سينو کښې پئ اوچ کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هوسيع 9:14
11 Iomraidhean Croise  

د هغوئ غوَيے په مال کولو کښې هيڅکله نۀ ناکامه کيږى، د هغوئ غوا بچى راوړى او يو هم نۀ ضائع کوى.


ستاسو په مُلک کښې به د يوې ښځې هم بچى نۀ ضائع کيږى او يوه ښځه به هم شنډه نۀ وى. زۀ به تاسو له اوږد عُمر درکړم.


د بنى اِسرائيل شان او شوکت به د مارغۀ په شان والوځى او د هغوئ به نور بچى نۀ پېدا کيږى او نۀ به يې ښځې اُميدواره کيږى او نۀ به يې اولاد په خېټه کيږى.


ما وکتل چې بنى اِسرائيل د صور په شان ښائسته شول. خو اوس به بنى اِسرائيل خپل اولاد حلالولو دپاره رابهر کړى.


بنى اِسرائيل وهلے شوى دى، د هغوئ جرړې اوچې شوې دى او هيڅ مېوه به نۀ نيسى. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به د هغوئ ګران اولاد ووژنم.“


افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.


افسوس دے په هغه ښځو چې په هغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.


افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه وخت کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ځکه چې په زمکه به ډېر لوئ مصيبت شروع وى او په دې خلقو به لوئ غضب نازل وى.


ځکه چې هغه ورځې راتلونکې دى چې هغوئ به وائى چې شنډې بختورې دى، چې کله يې هم بچى نۀ دى راوړى او کله يې هم سينه نۀ ده ورکړې.


زما په خيال چې په دې سخت حالت کښې تاسو دپاره دا بهتره ده چې څنګه يئ هم هغه شان پاتې شئ.


مالِک خُدائ به په تاسو لعنت راولى او لږ بچى، بې‌کاره فصل او لږ څاروى او ګډې به درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan