12 خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“
مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه وو او د خپل حضور نه يې لرې کړل او صِرف د يهوداه بادشاهى يې په ځائ پرېښودله.
چې په آخر کښې مالِک خُدائ هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل، لکه څنګه چې هغۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه خبردارے ورکړے وو چې داسې به وکړى. نو د اِسرائيل خلق اسور ته جلاوطن کړے شول، چرته چې تر اوسه پورې اوسيږى.
کۀ د هغوئ اولاد ډېر هم وى، خو د هغوئ بچى به په جنګ کښې او د لوږې نه مړۀ شى.
زۀ به تاسو، ستاسو د ښارونو په دروازو کښې داسې د يو بل نه جدا کړم لکه څنګه چې غنم او بوس جدا کولے شى. او تاسو نه به ستاسو بچى واخلم کوم چې په تاسو ډېر ګران دى. زۀ به خپل قوم تباه کړم، ځکه چې هغوئ د خپلو خرابو طريقو پرېښودو نه اِنکار کړے دے.
اے د يروشلم خلقو د دې خبردارى نه سبق حاصل کړئ، کۀ زۀ تاسو نه لاس په سر شم، نو ستاسو ښار به تباه کړم، او هغه به نور د اوسېدو قابل نۀ وى.“
وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟
تا د هرې خوا نه زما دشمنانو له دعوت ورکړو لکه چې د اختر د ورځ دپاره دې راغوښتى وى. او د مالِک خُدائ د قهر په ورځو کښې نه څوک تښتېدلے شُو او نه څوک بچ کېدلے شُو. هغوئ څوک چې ما زيږولى وُو او په ما ګران وُو زما دشمن هغه تباه کړل.
په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ زما نه تښتېدلى دى. هغوئ تباه دى، ځکه چې هغوئ زما خِلاف سرکشى کړې ده. ما غوښتل چې هغوئ بچ کړم، خو هغوئ زما خلاف دروغ وئيلى دى.
ما وکتل چې بنى اِسرائيل د صور په شان ښائسته شول. خو اوس به بنى اِسرائيل خپل اولاد حلالولو دپاره رابهر کړى.
بنى اِسرائيل وهلے شوى دى، د هغوئ جرړې اوچې شوې دى او هيڅ مېوه به نۀ نيسى. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به د هغوئ ګران اولاد ووژنم.“
د هغه سړى دپاره چې څوک داسې کوى، چې هغه څوک هم وى، مالِک خُدائ دې هغه د بنى اِسرائيلو د قوم نه وشړى. کۀ هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج ته نذرانې هم راوړى.
تاسو ته به څلوېښت کاله د خپلو بدو سزا ملاويږى، د هغه څلوېښتو ورځو د هرې ورځې دپاره به يو کال وى کومې چې تاسو د هغه مُلک په کتلو کښې تېرې کړې دى. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ ستاسو خِلاف يم.
مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې هغوئ ټول به په صحرا کښې مړۀ شى، نو د يفُنه د زوئ کالب او د نون زوئ يشوَع نه بغېر ټول مړۀ شول.
مالِک خُدائ به په تاسو لعنت راولى او لږ بچى، بېکاره فصل او لږ څاروى او ګډې به درکړى.
ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے.
نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم.
د جنګ په وجه به په کوڅو کښې مړى پراتۀ وى، په کورونو کښې به يره وى. پېغلې او ځوانان به مړۀ شى، نۀ به ماشومان او نۀ به سپينږيرى بچ شى.
برق تر حروست هګوئيم پورې په ګاډو او لښکر پسې وو او د سِسيرا ټول لښکر ووژلے شو. يو سړے هم پاتې نۀ شو.
د مالِک خُدائ روح د ساؤل نه لاړو او د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى هغه ونيولو.